نیوزویک: د داعش دلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

نیوزویک: د داعش دلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی

د امریکا یوې مشهورې رسنۍ نیوزویک خبر ورکړی چې د داعش وسلوالې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د امریکایي ځواکونو د خفیه عملیاتو په نتیجه کې وژل شوی دی

نیوزویک ورځ پاڼې د پوځي سرچینو په استناد لیکلي، چې د بغدادي د وژلو امر د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ورکړی وو.

سي ان ان د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې په بغدادي باندې د سوریې په شمال د ادلیب ښار کې دا برید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکي هم رسینو د بغدادي د وژلو خبرونه ورکړي وو چې ورسته بیا د بغدادي په نامه یوه ویډیو د داعش ډلې له لورې نشر شوه.

سي ان ان دا هم لیکلي، کیدایشي چې ټرمپ نن د یوې لویې پیښې په تړاو وروسته اعلان وکړي

داعش وسلوالو تر دې دمه د بغدادي د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *