طالبان: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو ګن شمیر بهرني او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبان: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو ګن شمیر بهرني او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبر پاڼه کې ویلې چې دتیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې يې دهیواد په ډیرو ولایاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۸ امریکایان او ۱۳۶ تنه افغان عسکر وژلې او د ۴ امریکایي عسکرو په ګډون یي ۷۴ افغان عسکر ټپیان شوې دي.

مجاهد زیاتوي چې لسګونه عرادې هاموې ټانګونه اوموټر مو ویجاړ کړې او ۶ موټر مو روغ نیولې دي.

د طالبانو د دغه ادعا په اړه تر اوسه پورې حکومتي لورې څه نه دې ویلې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *