د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي ویلي، چې شریف الله چمتو نن غرمه مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د غزني اډه کې ترور شوی دی
وسلوالو طالبانو د نوموړي د وژنې مسؤلیت منلی دی
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې: ”نن غرمه د کابل ښار کمپنۍ اړوند چهل متره سړک شپږمه کوڅه کې د بادغیس ولایت امنیه قومندان ( شریف الله چمتو) له یو ساتونکي سره د مجاهدینو په چریکي برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید.“
د یادونې وړ ده چې د پنځمې حوزې مربوط سیمه کې ډیری وخت حکومتي چارواکي د نامعلومو وسلوالو تر بریدونو لاندې راځي.
څرگندون