د افغانستان پاکستان لپاره د چین خاص استازي دنګ شي جون او په قطر کې د چین سفر د طالبانو د سیاسي مرستیال سره په دوحه کې کتلي.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلې د چین خاص استازي دنګ شيجون ملا عبدالنغي برادر ته بیجنګ کې د بین الافغاني غونډه کې د ګډون رسمي بلنه وکړه چې زموږ لخوا ومنل شوه
شاهین زیاته کړه د بیجنګ کنفرانس د مسکو او دوحې د تیرو کنفرانسو لړی ده چې ټول ګډونوال به یي په شخصي توګه شرکت په کې کوي.
بلخوا ازادی رادیو ته باخبره سرچينې د نوم ښودلو په شرط ویلې چې د بیجیګ په دې غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب څوک ګډون و نه کړي
څرگندون