وروسته تر هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د نهو میاشتو نهایي شوي مذاکرات په یوه ټویټ لغوه اعلان کړل تازه امریکا بیا د مذاکراتو د پیلولو هڅې پیل کړي دي
دوه ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک سپیر د سولې د په ټپه ولاړو مذاکراتو د بیا شروع کیدو په موخه افغانستان ته سفر وکړو
ورپسې نن بیا د امریکا د کانګرس مشره نانسي بلوسي هم په یو ناڅاپي توګه افغانستان ته راغلې ده
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد هم له دوه میاشتې توقف وروسته اروپا. چین. او روسیې هیوادونو ته په سفر روان شوی ده
خلیلزاد غواړي چې د یادو هیوادونو له چارواکو سره د افغان سولې دریدلي حالت د بیا شروع کیدو لپاره سلاح مشورې وکړي
خلیلزاد به د بروکسل په غونډه کې هم ګډون وکړي او د ناټو هیوادونو له مشرانو سره به د افغان سولې په اړه خبرې وکړي
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د سیاسي ګوندونو ترمنځ جنجالونه رامنځ ته شول چې د امریکایي چارواکو له ناببره سفرونو سره یاد جنجالونه هم تر ډیره خپ شوي دي
کریم بریال
څرگندون