تیر کال کې دوه زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

تیر کال کې دوه زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتلي

د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي، چې د تیر کال په دوران کې دوه زره امریکايي سرتیري له افغانستان څخه له کومې موافقې پرته وتلي دي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر هم په یوه خبري غونډه کې ورته څرګندونې کړي دي

میلر زیاته کړې، پخوا به چې په افغانستان کې د کومو سرتیرو د دندې موده پای ته ورسیده، هغه به امریکا ته ستنیدل او په عوض کې به یې تازه دمي سرتیري افغانستان ته راتلل

خو سږ کال له افغانستان څخه تقریبا دوه زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتلي خو په عوض کې یې نور سرتیري افغانستان ته نه دي راغوښتل شوي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ سرتیري درلودل خو د دغو دوه زره واپس تللیو سرتیرو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۱۲۰۰۰ ته راټیټ شوی دی

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر له راتللو وروسته ویلي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر بغیر له کومې موافقې ۸۴۰۰ ته راټیټ کړي

د امریکایي ځواکونو د شمیر د کمیدو اعلان په داسې مهال کیږي چې ناټو ځواکونو تر اوسه د خپلو سرتیرو د سرنوشت په اړه څه نه دي ویلي

دا هم معلومه نه ده چې د امریکایي ځواکونو له کمیدو سره به ناټو ځواکونه هم ورته اقدام تر سره کړي که څنګه خو تر دې وړاندې امریکایي او ناټو چارواکو ویلي وو چې دوی په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به بیرته ترې وځي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *