وسلوالو لوګر کې د سولې ولسي حرکت شپږ غړي برمته کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وسلوالو لوګر کې د سولې ولسي حرکت شپږ غړي برمته کړي

له لوګر څخه راپورونه وایي، چې د دغه ولایت په مرکز شهارک سیمه کې وسلوالو د د سولې د ولسي حرکت شپږ غړي له ځان سره بیولي دي

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته ویلي چې په لوکر کې د دوی د ډلې شپږ تنه غړي چې د سولې په نوم یوې غونډې ته پرلاره وو، د شهارک په سیمه کې وسلوالو له موټر څخه ښکته کړي او له ځان سره یې نامعلوم لور ته بیولي دي

وطندوست زیاته کړې چې د دوی ملګري د وسلوالو طالبانو له لوري برمته شوي دي

بل لور ته د لوګر د ولایتي شورا ځینې غړي هم یاده پیښه تائیدوي او زیاتوي چې د قومي سپینږیرو په واسطه یې هڅې پیل کړي او زر به د یرغمال شویو کسانو څرک معلوم کړي

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *