طالبان: د ننګرهار د پیښې مرتکبین له سزا نه شي تښتیدای – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبان: د ننګرهار د پیښې مرتکبین له سزا نه شي تښتیدای

نن د ننګرهار د هسکې مېنې په یوه جامع جمات کې یوه خونړۍ پیښه رامنځته شوه چې لسګونه کسان پکې وژل شول.

د ځینو راپورونو پر اساس چې دا یو توغندیز برید وو خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي ویلي چې پېښه د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

وروستۍ شمېرې ښیي چې د وژل شويو شمېر ۶۲ تنو ته رسیدلی او همدا رنګه ۳۴تنه نور ټپیان دي.

طالبانو دغه برید په سختو ټکو غندلی او دا یې له شریعته لرې کار بللی دی.

په قطر کې طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې د دې کار مرتکبین له سزا نشي تښتیدلای.

”‏د ننګرهار د هسکې مینې د مسجد دردوونکې پيښه په سختو ټکیو غندو. د خپل ولس سره پدې غم کې شریک یو. ولسي عامه وژنه، هغه هم په مسجد کې یو ستر جنایت دی. مرتکبین یې له سزا نشي تښتیدای.“

د یادونې وړ ده چې ډیری وخت دغسې غیر اسلامي او انساني کړنې د داعش توندلاري اورپکي ترسره کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *