په چین د امریکا له بندیزونو وروسته چین نوی کامیاب توغندی ازمایلی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

په چین د امریکا له بندیزونو وروسته چین نوی کامیاب توغندی ازمایلی ده

چینایي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې چین تازه یو قوي او لرې واټن ویشتونکی توغندی جوړ کړی ده

چینایي چارواکو ویلي چې دغه نوی اف ۴۱ جوړ شوی توغوندی کولای شي له ځان سره په یو وار لس ایټمي سرګولولې ولیږدوي او په یو ځل لس هدفونه په نښه کړي

یاد توغندی کولای شي چې ۹۳۰۰ میله لرې خپل هدف په کامیابي سره په نښه کړي او له رادار څخه پټ تیر شي

چینایي چارواکو زیاته کړې چې یاد اف ۴۱ توغندی کولای شي په ۳۰ دقیقو کې د امریکا نیویارک ښار ته ځان ورسوي او د لسو ایټمي سرګولولو په یو وار استعمال سره د نیویارک ښار په بشپړه توګه له منځه یوسي

چین دا اقدام وروسته تر هغې کړی چې امریکا د چین د کمونستو ګوندونو په یو شمیر چارواکو ددې له امله بندیزونه لګولي چې چین په خپل هیواد کې په اقلیت عیسایانو ظلمونه شروع کړي دي

د شنونکو په باور د چین دا تازه اعلان د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې تر سره شوی ده خو امریکا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه ده ښودلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *