څو ورځې په البانيا کې/ درېیمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

څو ورځې په البانيا کې/ درېیمه برخه

لیکوال: علامه محمد تقي عثماني
ژباړه: عبدالصمد شاکر

په نولسمه ميلادي پېړۍ کې لودیځوالو د عثماني خلافت د ټوټه ټوټه کولو لپاره بیلابیلې دسيسې جوړې کړې، چې د هغوی په نتیجه کې د البانيا د ازادۍ تحریک هم را منځته شو، چې په پایله کې هغوی له عثماني خلافت څخه بیل شول.

د لومړي نړيوال جنګ پر مهال، چې لوديځو سترو ابر قدرتونو کمزوري هیوادونه په کوم ډول بندر بانټ کړل (بندربانټ: مانا دا، چې یو شی د دوو کسانو تر منځ داسې تقسيمول چې په دغه تقسیم کې دریېم کس ته ګټه وي. ژباړن) په هغې کې البانيا د اټاليا تر اغيز لاندې راغله، چې له همدې کبله په ۱۹۳۹ ميلادي کې “مسولیني” په البانيا باندې باقعده حمله هم وکړه؛ خو پر وړاندې یې په هیواد کې مخالف تحريکونه را پورته شول او هغه یې ناکام کړ او په کال ۱۹۴۴ ميلادي کې د اقتدار واګي د دغه هیواد یو تنظيم مشر انور هوجا “Anwar Hoxha” په خپل لاس کې واخیستل او د البانيا واک یې سنبال کړ.

هوجا په البانيایې ژبه کې ديني عالم او لارښود ته وایي او “هوجا” هم د یو ديني عالم زوی وو؛ خو دا چې هغه په فرانسه کې زده کړې کړي وي؛ نو بشپړ کمونسټ ګرځيدلى وو او البانيا یې په داسې یو کمونيستي هيواد بدله کړه، چې د هغه له ظلم او استبداد څخه نورو کمونيسټي هيوادونو پناه غوښتله.

انور هوجا په باقاعده توګه البانيا یو کمونيسټي هیواد اعلان کړ او دا دعوه يې وکړه، چې کمونستي نظام په نوره نړۍ کې نشته او پخپل اصلي صورت يوازې په البانيا کې نافذه دی.

دا خبره په ځانګړې توګه د يادونې ده، چې البانیا په ټوله اروپا کې يوازينۍ هغه هیواد دی، چې اکثریت اوسيدونکي یې مسلمانان دي؛ ( د ۱۹۱۹ ميلادي کال د سر شمېرنې له مخې د دغه هیواد ټول وګړي ۳۲۵۵۸۹۱ تنو ته رسيږي، چې د هغوی له ډلې ۲۵۰۶۳۸۱ تنه یې يوازې مسلمانان دي، په دې توګه د دغه هیواد ۷۷ سلنه یې مسلمانان جوړوي) البته د انور هوجا د حکومت لخوا پر هغوی د سخت جبر او استبداد سره – سره، چې د اسلام یوه ـ یوه نښه یې له منځه یوړه او مسلمانان یې سخت وټکول؛ خو بیا هم په هغوی کې کوم کمښت را نغلی.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *