ملګرو ملتونو په انتخاباتو کې د غیر قانوني اعمالو او ۸۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ملګرو ملتونو په انتخاباتو کې د غیر قانوني اعمالو او ۸۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د انتخاباتو په ورځ ۸۵ کسان وژل شوي او همدا رنګه ۳۷۳تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ دغه مرګ ژوبله ډیری د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې اوښتې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان د انتخاباتو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې په تاکنو کې د پراخو غیر قانوني اعمالو او تقلب خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د راپور پر اساس چې په رایه اچونه کې د خلکو ګډون ډیر پیکه وو او همدا رنګه زیاتوي چې له نتائجو مخکې مخکښو نوماندانو د ګټلو جنجالي ادعاګانې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې دا ځل انتخابات د خلکو د ګډون له پلوه زیات کمزوري بلل شوي دي.

همدا رنګه د زیات تقلب او درغلیو راپورونه هم ورکول کیږي.

طالبانو دغه انتخابات سخت تحریم کړي ول او د سختو بریدونو خبرداری یې ورکړی، همدا لامل وو چې خلکو پکې ګډون ونکړ.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *