راپورونه: د امریکا او طالبانو ترمنځ ښایي د سولې خبرې بیا پیل شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

راپورونه: د امریکا او طالبانو ترمنځ ښایي د سولې خبرې بیا پیل شي

له کابو یوې میاشتې راهیسي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې په اړه روان مذاکرات دریدلي دي.

د طالبانو او امریکا مذاکرات تقریباً د یوه کال راهیسي روان وو، چې وروستي حد ته رسیدلي وو او فقط لاسلیک یې پاته وو.

د تړون د لاسلیکیدو په شپه امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره روان مذاکرات ودرول.

که څه هم له دې وروسته طالب او امریکایي استازو په اسلام اباد کې ملاقاتونه وکړل خو تر اوسه د دې مذاکراتو د بیا پیل کیدو کوم څرک نه لیدل کیږي.

تازه المان خبري اژانس خبر ورکړی چې ممکن د څو اونیو په اوږدو کې دریدلي مذاکرات یو ځل بیا پیل شي.

المان خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي چې دا خبرې به په څلورو اونیو کې بیرته له هغه ځایه پیلیږي چې په کوم ځای دریدلې وې.

امریکایي او طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *