تخار کې د پیازو زیات تولید؛ دوبۍ ته به ۷۰۰سوه میټریک ټنه پیاز صادر شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اقتصاد خبرونه

تخار کې د پیازو زیات تولید؛ دوبۍ ته به ۷۰۰سوه میټریک ټنه پیاز صادر شي

د راپورونو پر اساس چې سږ کال به له کابل څخه دوبۍ ته اووه سوه میټریک ټنه پیاز صادر شي.

په دوبۍ کې د افغانستان سوداګریزې آتشې ”میوند منګل“ له ”یو ایم ایس“ کمپنۍ سره یو تفاهم لاسلیک کړ چې له مخې به یې ۷۰۰میټریک ټنه پیاز له کابله دوبۍ ته صادریږي.

همدا رنګه د دې تفاهم له مخې به د هر موسم میوې هم د دوبۍ مارکیټونه ته رسیږي.

د پیازو لومړۍ جوپه به له لیږلو وروسته ۶ یا ۸ ورځې وروسته دوبۍ ته ورسیږي.

د دوبۍ تر څنګ به د افغانستان پیاز هند او پاکستان ته هم صادر شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په تخار کې د پیازو حاصلات شپېته زره میټرک ټنو ته رسیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې تخار د هیواد په سطحه د پیازو د تولید تر ټولو ستر مرکز بلل کیږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *