څو ورځې په البانيا کې/ دوهمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

څو ورځې په البانيا کې/ دوهمه برخه

لیکوال: علامه محمد تقي عثماني

ژباړه: عبدالصمد شاکر

البانیا د بلقان په هيوادونو کې تر ټولو کوچنی هیواد دی، چې د بحر متوسط د خاښ بحيره ایډریاټک “Adriatic” په څنډه پروت دی او ۲۸۷۴۸ کیلومټره مربع مساحت لري، چې پخوا به دلته اوسيدونکي قومونو ته الیرین “lllyrian” ویل کیدل او د دغه ځای پخوانی نوم هم الیریا دی، چې د پخوانيو اثارو پوهان وايي، چې د یاد قوم تاریخ له میلاد څخه زر کاله مخکې ته رسيږي.

په پیل کې دلته بيلا بیلو پاچاهانو حکومتونه کړي؛ خو له میلاد څخه وړاندې تقریبا په ۱۶۸ سنه کې د روماني سلطنت لخوا فتح کړل شو او د خپل سلطنت برخه یې کړ، چې له هغې وروسته دلته تر څو پیړیو پورې د روم د پاچاهانو تسلط وو؛ خو البته له نويو څيړنو څخه معلوميږي، چې د بیلابیلو مسلمانو سوداګرو په ذریعه دغه سيمې ته اسلام د مسلمانانو لخوا په هماغه لومړیو پیړیو کې رسيدلی دی او دلته زیات شمېر مسلمانانو هم موجود وو؛ خو په څورلسمه ميلادي پیړۍ کې د عثماني خلافت لخوا د نورو هيوادونو په څیر بلقان هم فتح کړل شو او له هغې وروسته د دغه سیمې ډیری اوسیدونکي مسلمانان شول.

په تاریخ کې د ترکیانو یوه طریقه دا هم ښودل شوې ده، چې هغوی به د خپلو مفتوحه سیمو څخه یو شمېر ماشومان د تعلیم او تربیې لپاره استنبول ته لیږل او هلته به یې د مختلفو علومو د زده کړې سربيره اوچته فوځي روزنه هم ورکوله، چې له دا ډول ماشومانو څخه یې یو هم سکندر بیګ وو، کوم چې په ذهانت او او بهادرۍ کې ساری نه درلود.

سکندر بیګ چې کله له فوځي روزنې څخه فارغ شو او ځوان شو؛ نو هغه په دې پوهه شو، چې هغه په اصل کې د البانيا اوسیدونکی دی؛ نو هغه په څه بهانه باندې اجازه واخيسته، البانيا ته لاړ او هلته یې خلک را ټول کړل او په ۱۴۴۳ ميلادي کال کې یې په فوق العاده توګه له عثماني خلافت څخه بغاوت وکړ او البانيا یې له ترکي خلافت څخه جلا کړه او پخپله د البانيا پاچا شو، چې په دې توګه البانیا له عثماني خلافت څخه نیمه پيړۍ جلا وه؛ خو د سکندر بيګ له مړينې وروسته ترکیانو بیرته البانیا فتحه کړه او دوباره یې د عثماني خلافت برخه وګورځوله.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *