څو ورځې په البانيا کې/ لومړۍ برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

څو ورځې په البانيا کې/ لومړۍ برخه

لیکوال: علامه محمد تقي عثماني

ژباړه: عبدالصمد شاکر

ستاينې هغه ذات لره دي، چا چې دا پراخه نړۍ پيدا کړې او سلامونه د یې په هغه استاذي وي، چا چې د حق اواز په ټوله نړۍ اوچت کړ.

د کرغیزستان له سفر څخه وروسته د شعبان په مياشت کې البانيا ته د څو ورځې تګ موقع په لاس راغله او دغه هیواد مې پخپلو سترګو وکوت، د ياد هیواد له حالاتو راته داسې درسونه او سبقونه څرګند شول، چې په هغوی کې د ارمانونو، حسرتونو او عبرتونو تر څنګ امیدونه او عزمونه هم وو. د دغه سفر د حالاتو له بیانولو څخه مخکې د البانيا لنډه پېژندنه او لنډ تاریخي لرلید بیانول اړین دي.

البانيا د شرقي اروپا د هغه جزیرو یوه برخه ده کومو ته چې بلقان ویل کیږي. بلقان په ترکي ژبه کې غرونو ته ویل کیږي او دا چې دا ټوله سېمه له اچتو اچتو غرونو څخه جوړه شوې ده؛ نو له همدې کبله د عثماني خلافت په وخت کې دغه ځای ته د بلقان نوم ور کړل شو.

د بلقان سیمه له څو هيوادنو څخه جوړه ده، چې په هغوی کې له البانيا څخه پرته یوګوسلاویه، یونان، بلغاريه او رومانیا هم شامل دي. اوس يوګوسلاويه هم په څو خپلواکو هيوادونو باندې تقسیم شوې ده، لکه مقدونيه، کوسووو، بوسنيا او داسې نور، چې د کمونيستانو د واک په وخت کې دا هیوادونه د یوګوسلاویه هیواد برخه وو؛ خو اوس هر یو خپواك هیوادنه دي او دا ټول د بلقان په سيمه کې دي.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *