افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک هیواد دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک هیواد دی

د ماشومانو د ساتنې اداره وایې، افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

دغه ادارې په یوه تازه رپورټ کې ويلي دي، هغه افغان ماشومان چې عمرونه یې له اتلسو کالونو څخه کم دي، د ژوند ټوله برخه یې په جنګ او جګړو کې تیره شوې.

دغه راپور په داسې مهال خپريږي، چې نن ورځ د امریکايي یرغل اتلس کاله پوره کيږي.

یاد سازمان د دغه اتلس کلن یرغل په اړه نن یوه اعلاميه خپره کړې ده، چې په یوه برخه کې یې راغلي، افغان ماشومان هر ورځ له خوبه د بمبار او چاودنو په غږونو را ويښيږي، چې دا یوه ستره انساني فاجعه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د روانو جنګ جګړو ۸۴ سلنه قربانیان هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې له اتلس کلنۍ څخه کم دي.

سازمان په ټولو ښکیلو غاړو غږ کړی، چې په جګړو کې د له ماشومانو څخه ګټه نه اخلي او د هغوی ژوند ته د جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورته سازمانونو په ځلونو د دولت په لیکو کې د ماشومانو د شتون او د قمندانانو لخوا له هغوی نه د ناوړه استفادې او اخلاقي فساد او د جګړو کرښو ته په لیږلو شکایت کړی؛ خو ګډ حکومت تر اوسه پورې په دې کار غوږ نه دی ګرولی.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *