شاهین: د امریکا په اړه زموږ وړاندوينه روښتیا شوه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

شاهین: د امریکا په اړه زموږ وړاندوينه روښتیا شوه

د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، چې افغانستان ته د امریکا تر راتګ وړاندې د هغوی کړې وړاندوينه روښتیا شوله.

نوموړي په یوه تازه ټویټ کې ويلي، نن ورځ د “اکتوبر ۷” چې په ګران وطن افغانستان باندې د امريکايي یرغل له اتلسمې کاليزې سره برابره ده، د تاریخ یوه توره ورځ ده.

شاهین ليکلي؛ د امریکا په اړه موږ هماغه مهال په افغانستان کې د غرقیدلو وړاندوینه کړې وه.

نوموړي وایې، کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ؛ نو دته یو ژورنالست ټلفون وکړ او زیاته یې کړه، امریکا پر افغانستان برید کړی دی، ستاسي غبرګون څه دی؛ نو ما ورته وویل؛ امریکا تیروتنه کړې؛ ځکه افغانستان د ژور سمندر په څیر دی، چې څومره امریکایان حرکت کوي؛ نو همدومره به پکې غرقیږي.

شاهین زیاته کړې، که چیرته امریکا دغه ستونزې ته له سولیزو لارو د پای ټکی کینږدي؛ نو دوی به سخته جګړه وکړي او تاریخ به تکرار کړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *