غزني: طالبانو ۱۰ امریکایان وژلي او ۵ امریکایان ژوبل کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

غزني: طالبانو ۱۰ امریکایان وژلي او ۵ امریکایان ژوبل کړي

پرون ورځ د غزني شلګر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امریکایانو تر منځ نښته شوې ده

د یادې ولسوالۍ خدوخیلو او کمالخیلو سیمو کې د امریکایي ځواکونو او افغان عسکرو سره د طالبانو نښته راغلې ده

طالبانو د دوی په ګډ قطار بریدونه او چاودنې کړې دي

په دغه بریدونو کې ۱۰ امریکایي او ۸ افغان عسکر وژل شوي، ۵ امریکایي او ۷ داخلي عسکر ژوبل شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د بریدونو په ترڅ کې ۴ ټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *