سالنګونو کې سخته واوره وریدلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

سالنګونو کې سخته واوره وریدلي

د هیواد په ګڼو ولایاتو کې د ورښتونو د زياتوالي تر څنګ په سالنګونو کې هم نن سخته واوره وریدلې ده.

د هیواد د هوا پیژندنې اداره وایي، درې ورځې کیږي، چې په سالنګونو باران او واوره وریږي او د دې امکان شته، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې ادامه پیدا کړي.

د سالنګونو چارواکي وایي، چې تر اوسه پورې په سیمه کې شاوخوا ۷۵ سانتي متره واوره وریدلي او لا هم اورښت جریان لري.

د چارواكو په خبره، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د ښویدنې احتمال نږدې ۸۰ سلنه موجود دی، چې دغه انديښنې ته په کتو د لویو موټرو چلونکي باید احتياطي تدابیر په پام کې ونيسي.

دوی وایي، چې پر دغه لار د تیریدو پر مهال له ټولو احتېاطي تدابیرو سره ـ سره باید هر موټر چلونکی له ځان سره ژمني اړین توکي هم وساتي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *