باګرام زندانه یوولس طالب مشران ازاد شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

باګرام زندانه یوولس طالب مشران ازاد شوي

راپورونو وايي، له باګرام زندان څخه یوولس تنه لوړپوړي طالب مشران ازاد شوي دي، چې له ډلې یې د کونړ او نیمروز لپاره د طالبانو دوه تنه پخواني والیان هم دي.

یوې طالب سرچينې افغان وطن ویب پاڼې ته ويلي، چې یاد لوړ پوړي طالب مشران یې د هغه درې تنو هندي انجرانو په بدل کې، چې له دوی سره بنديان وو د اففانستان په بغلان ولايت کې د امريکايانو سره د یوې تبادلې په ترس کې ازاد کړي دي.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کيږي، چې تیره ورځ د طالبانو او امریکا د مذاکراتي ټیم غړیو په پاکستان کې سره لیدلي وو او ویل کیدل، چې دواړو لوریو د بندیانو د تبادلې په خبرو هوکړه سره کړې ده.

باید وویل شي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ وړاندې هم یو ځل د بنديانو تبادله شوې وه، چې هغه وار د امریکایي پوځي “باو بریګیډال” په بدل کې له ګوانتانامو زندانه پنځه تنه لوړپوړي طالب مشران ازاد شوي وو.

هیره د نه وي، چې نه ګډ حکومت او نه هم د ګډ حکومت کوم چارواکي په دې اړه څه ويلي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *