ټایمز: تېره اونۍ ۱۵۴ تنه افغان عسکر وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ټایمز: تېره اونۍ ۱۵۴ تنه افغان عسکر وژل شوي

امريکایي ورځپاڼې “نیویارک ټایمز” افغان عسکرو او پوليسو ته د تیرې اونۍ په درشل کې د اوښتو ځاني تلفاتو په هکله یو مستند راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې له يونيم سل زیات افغان عسکر او پولیس د طالبانو له خوا په یو لړ خونړيو بریدونو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه کاږي، چې د طالبانو د بريدونو تر ټولو خونړۍ هغه یې په تخار کې وو، چې د خواجه غار په ولسوالۍ یې وکړ او د ولسوالۍ په نیولو سربيره یې کابو ۳۰ تنه ځواکونه ووژل.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې په تیره اونۍ کې ۲۷ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي؛ خو دایې نه ده په ډاګه کړې، چې د چا لخوا وژل شوي دي.

باید وویل شي، چې ډیری وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو چاپو کې ور اوړي، چې موده وړاندې د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ پیښه یې د خپل ډول خونړۍ وه.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *