د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي؛ په یاد ولایت کې یې د زعفرانو د ټولنې له څلورو ډلو سره د زعفرانو د وچولو لپاره د پر مختللیو ماشینونو او نور مهمو توکيو مرسته کړې.
د دغه ریاست رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل؛ دا دستګاوې د دې وړتیا لري، چې په یوه ساعت کې یوه کیلو زعفران وچ کړي.
د نوموړي په وینا، چې د ویشل شویو دستګاوو پر مټ به وکولی شي، چې په پکتیا کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې په نسبي ډول پای ته ورسوي.
اخوا د کرنې وزارت وزارت وایي؛ له دغه ډول مرستو څخه یې موخه د زعفرانو کرکیلې او د د هغوی د پروسس صنعت ته وده ورکول دي.
باید وویل شي، چې په وروستیو دوه کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله ډېره شوې، چې حکومت یې د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي اړ دهقانان یې هم په کرلو خوښیږي؛ ځکه نرخونه یې خورا ښه دي.
پاتې دې نه وي، چې افغاني زعفران د نړۍ په کچه په اروپایي بازارونو کې خپل لومړی مقام خپل کړی، چې دا وخت د کابل په بازارونو ک د یوې کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو رسیږي.
تکل مبین
څرگندون