اوږه مو د غوږ درد حتمي ارامولی شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

اوږه مو د غوږ درد حتمي ارامولی شي

اوږه، چې په خوراکي شيانو کې له زیات شمېر ګټورو څیزونو څخه شمیرل کیږي؛ خو پر دې سربیره د طب له نظره نورې زیاتې ګټې هم لري، چې د طب په ښودل شوې طريقه یې کارول زموږ ځينې دردونو حتمي ارامولی شي.

د غوږ درد، چې د نورو دردونو په څیر ناقابل برداشت درد بلل کیږي، اوس چینایي ساینس پوهان وايي، چې د دغه سخت درد لپاره اوږه له داسې دوایانو ځينې ده، چې دغه درد مو حتمي ارامولی شي.

دوی وایي؛ هغه خلک، چې د غوږ له درد څخه شکایت لري په کار ده، چې د شپې لخوا د خوب پر وخت په خپل غوږ کې اوږه کیږدي، چې په دې کار سره به د هغوی دغه درد له منځه لاړ شي.

دغه ساينس پوهان زیاتوي، چې د شپې لخوا په غوږ کې د اوږې کيښودل درد داسې ارموي، چې له خوب څخه تر راپاڅيدلو به دغه خلک بيخي د دې احاساس ونه کړي، چې وړاندې یې په غوږ کې کوم درد وو.

ساينس پوهان وايي، چې د غوږ درد له دې کبله وي، چې هلته په غوږ کې جراثیم او میکروبونه جمع شوي وي، چې د دغه جراثیمو په له منځه وړولو کې اوږه اساسي او بنیادي رول لري.

باید وویل شي، چې روغتيا پوهان په دې آند دي، چې د ذهن په پیاوړتیا کې فزيکي فعاليت خوارا زیاته ونډه او پوره برخه لري.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *