طالب پلاوی اسلام آباد ته رسیدلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالب پلاوی اسلام آباد ته رسیدلی

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی طالب پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه د دغه هیواد پلازمېنې اسلام آباد ته رسیدلی.

سرچینې وایي، چې هغوی به د خپل سفر په ترس کې نن ورځ د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان او یو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

سرچینې زياتوي چې په دغه لیدنو کتنو کې به د روانو سیاسي جریاناتو تر څنګ، په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو د ستونزو پر حل او د افغاني بندیانو د خلاصون پر موضوعاتو هم خبرې وکړي.

دغه پلاوی چې مشري یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سياسي مرستیال ملا برادر اخند کوي ټول ټال دولس تنه دي، چې په ترکیب کې یې ملافاضل اخند، محمدنبي عمري، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخوا، امیرخان متقي، مطیع الحق خالص، عبدالسلام حنیفي، ضیاء الرحمن مدني، شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم او نبراس الحق عزیز راځي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په اسلام آباد کې دی او داسې بريښي، چې هلته به له طالب استازو سره لیدنه او کتنه ولري.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *