تصوّف/مثنوي/جلال الدین بلخي او استعمار! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

تصوّف/مثنوي/جلال الدین بلخي او استعمار!

لیکوال: ملا حبیب الله (مؤذن) دوهمه برخه.
_______________________________
زما دوهم تحلیل په مجموع کې د تصوف او استعمار په هکله دی: ځینې سربېرن او ساده لوحه وګړي وایي: که صوفیانه تصور د اسلامي امت په شر نه وای، نو بیا ولې غربي استعماري طاقتونو ته یې پالیسي جوړونکې ادارې، د مسلمانانو په منځ کې د تصوف د ترویج مشورې ورکوي؟! معلومه ده چې همدا تصوفي تصور په مسلمانانو کې د تعطُّل، تنبلۍ او بې حسّۍ په خورولو، د دوی استعماري اهدافو ته لار پرانیزي.

زه دا منم چې نه یوازې غربي استعمار؛ بلکې شرقي هغه هم په خپل وخت کې د تصوف «استعماري» احیاء، د خپلې پالېسۍ برخه ګرزولې وه: په کال ۱۹۷۱—۱۹۷۲ م. کې شوروي اتحاد دا وپتیېله چې موږ به په اسلامي نړۍ کې د تصوف په نوم هغه د اباحیت پسنده کړیو سرپرستي او تمویل ته کار ووایو چې د باطنیت علمبرداران دي. پدې سلسله کې د دوی یو مفکر(باباجان عفورورف) په کال ۱۹۷۳م. کې د یو سفر په ترڅ کې یوه میاشت په پاکستان کې تېره کړه! ده به هر ځای د تصوف د احیاء دعوت چلاو؛ خو دې هڅو یې په زړه پورې نتیجه ورنکړه! اوس د استعمار په ګدۍ ناست غرب هم همداسې یو څه غواړي: څو کاله وړاندې یوې امریکایي ادارې (رینډ فاونډېشن) په یوه راپور کې خپل حکومت ته د مسلمانانو د ځینو بارسوخه طبقاتو د سرپرستۍ او کارونې مشوره ورکړه. پدې طبقو کې یوه هم د تصوف په نامه ځینې منحرِفې ډلې هم وې. د دوی یو مفکر او مشاور (چیریل) وایي: ..صوفیان په ماډرنستانو کې شمېرېدایشي؛ هغوی د اسلام په اړه یو آزاد فکر او تعبیر لري.. صوفي حرکت د خپلې فلسفې، صوفیانه اشعارو، او موسیقۍ له لارې د بېلابېلو دینونو تر منځ قوي پلونه غځوي..!!

له پور تنیو ټولو؛ خو خصوصآ لدې وروستي اقتباس نه دا موضوع خود بخوده روښانه کیږي چې دوی صوفیان چاته وایي؟!! دوی د خپلو اهدافو لپاره د کومو صوفیانو لمن نیولې؟!! داسې ښکاري چې د دوی سر ناخلاصو مشاورینو، د خپلې نیمګړې سروې په سلسله کې د پنجاب او سیند زیارتونو او د صوفیانو په جامه کې د هغو زندیقانو دربارونو ته سر ور ښکاره کړی چې کم له کمه د شریعت ظاهري احکامو ته هم پابنده ندي، نو د باطني حالاتو به یې څه حال وي؟! او یایې کېدیشي په ترکیه کې د مولویه، جلالیه او نقشبندیه مبارکو نومونو ته منسوب هغه منحرف شهوت پرستان لیدلي وي چې که یو څوک ماذې د تصوف په الف باء هم خبر وي، نو په زرګونو واره به لعنت پرې وایي. او یایې هم کېدیشي پخپله غېږه کې د روزل شویو پیرساب خیلو او رهین خېلو پست او ویجاړ حالت د دې سبب شوی وي تر څو د مسلمانانو د فلج او تعطیل د لارو چارو په لست کې د تصوف ترویج هم ور داخل کړي! دوی ته کېدیشي هغه صوفیان له سره معلوم نه وي او یا به یې څه تمه نه ترې کیږي چې په بې پامۍ کې هم ترې کله ماذې مسجد ته چپه پښه د ننه شي؛ نو ټوله ورځ یې د خولې خوند بد او له ځانه مرور وي…!

دا چې تصوف رښتیاهم د جمود او تنبلۍ سرمایه ده او که بالعکس د تجدید، خوځښت، عملیت او جهاد داعي دی؟ دا بحث بیا بل وخت…!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *