ډایکنډي: په ښځینه پولیسې جنسي تېری شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ډایکنډي: په ښځینه پولیسې جنسي تېری شوی

راپورونه وايي، د ډایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې په یوه ښځينه پولیسه باندې جنسي تیری شوی دی.

د ياد ولایت د کجران ولسوالۍ امنیه قوماندان د «مومنه کربلايي» په نوم یوې ښځينه پولیسې په جنسي ځورونه تورن کړی دی.

دغه پولیسه وایي، چې قوماندان «محمد خان بلوڅ» لومړی هغه خپل دفتر ته ور غوښتې او بیا یې هلته نوموړې د تومانچې په وسیله ګواښلې، چې که یې جنسي غوښتنه ونه مني، وبه یې وژني.

کربلايي زیاتوي، په کجران ولسوالۍ کې د هغې غوښتنو ته چا مثبت ځواب ورنکړ؛ نو ځکه یې د دایکندي ولایت مرکز «نیلي» ته د عدالت غوښتلو په موخه خپله دوسیه راوړله.

نوموړي ويلي دي، چې که هغې ته عدالت ونه رسېږي او غږ یې ونه اوریدل شي؛ نو ځان به ووژني.

باید وویل شي، چې په امنیتي لیکو کې د ښځینه وو کارکونکو شتون د دې لامل شوی دی، چې په ادارو کې د اخلاقي فساد د زیاتوالي لامل شي.

هیره دې نه وي، چې تر دې وړاندې بي بي سي داسې مېرمنې وغږولې، چې په حکومتي ادارو کې له جنسي پلوه ځورېدلې وې او د اشرف غني په شاوخوا کې راټول یو شمېر سلاکاران یې تورن کړل، چې د دندې په مقابل کې ور څخه جنسي رشوت غواړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *