چارواکي: تخار کې امنیتي ځواکونو له طالبانو سره د جګړې توان بایللی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

چارواکي: تخار کې امنیتي ځواکونو له طالبانو سره د جګړې توان بایللی

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي او امنيتي ځواکونو د هغوی پر وړاندې د جګړې او مقاومت توان بايللی دی.

محمد اعظم افضلي، چې د یاد ولایت د ولایتي شورا منشي دی رسنيو ته ويلي: « طالبانو د تخار ولایت د خواجه غار او بهارک ولسوالیو تر نیولو وروسته د مرکز په لور سیمې پراخې کړې او امنیتي ځواکونه د هغوی په شاته تمبولو کې پاتې راغلي».

چارواکي د تالقانو ښار ته د طالبانو د رسېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې د دغه ډلې جنګياليو څو ورځې وړاندې د دې ولایت دوه ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط کړي او تر خپل واک لاندې یې راوستې.

بلخوا طالبانو بیا خپل پرمختګونه په داسې وخت کې چټک کړي، چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو د چار سمبال وزیر په شمول یو شمېر لوړپوړي چارواکي طالبانو ته د ځپلو ګواښونه کوي او ادعا کوي، چې هغوى به د جګړې په ډګر کې له پښو وغورځوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *