اندرابي وسلوالو طالبانو ته ګوت څنډنه کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

اندرابي وسلوالو طالبانو ته ګوت څنډنه کړې

مسعود اندرابي، چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو چار سمبال وزير دی، طالبانو ته ګوت څنډنه کړې او ویلي دي، چې که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي؛ وبه ځپل شي.

نوموړي په بلخ کې د پولیسو یوې ناستې ته په خبرو کې وویل؛ « طالبان دوې لارې لري، یا به له سولې پروسې سره یو ځای کېږي او یا به خپل ژوند له لاسه ورکوي، د طالبانو د رهبري اداره له منځه تللې نو هغوی یوازې یوه لاره لري او هغه له سولې پروسې سره یو ځای کېدل دي».

انداربي دا هم ویلي دي، چې « موږ به کله هم طالبانو ته اجازه ورنکړو، چې د زور له لارې واک ته ورسېږي».

د ګډ حکومت دغه چار سمبال وزير طالبانو ته داسې مهال ګوت څنډنه کوي، چې په هیواد کې وسلوال طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي او یو په بل پسې د دولت تر واک لاندې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

یاده دې وي، چې طالبانو په تېره یوه اونۍ کې د هیواد په شمال کې درې ولسوالۍ نيولې او په تخار ولایت کې یې سلګونه دولتي عسکر تر محاصرې لاندې دي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *