امریکا په افغان نوماندانو غږ کړی ا – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

امریکا په افغان نوماندانو غږ کړی ا

مریکا په افغان نوماندانو غږ کړی، چې د خپلې بریا په اړه دې هېڅ یو نوماند وړاندوینې نه کوي.

الیس ویلز، چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ده وايي؛ هیڅ نوماند باید له وخت څخه مخکې وړاندوینه ونه کړي.

نوموړي دا هم ویلي؛ تمه لري، چې افغان ادارې به د ولسمشریزو ټاکنو د خوندیتوب لکه د شکایتونو ارزول، د درغلیو مخنیوی او په شفاف ډول د پایلو د تنظیمولو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تر دې ډاکټر عبدالله عبدالله خپله بریا اعلان کړه او ورپسې بیا عمر داودزي، چې د ډاکټر اشرف غني د ټیم د کمپاین مشر دی خپل بری اعلان کړ.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *