ارګ پاکستان ته د طالبانو او خلیلزاد پر سفر غبرګون ښودلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ارګ پاکستان ته د طالبانو او خلیلزاد پر سفر غبرګون ښودلی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن ورځ چهارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي؛ ” افغان حکومت سولې ته ژمن دی؛ خو یوازې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې هڅې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل کېدای شي”.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پخپل یوه ټویټ کې ویلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د اکتوبر پر دویمه نېټه د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته ځي او هلته به د یاد هېواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

دا د طالب استازو څلورم سفر دی، چې په نږدې څو اونیو کې یې د سيمې هیوادونه ته تر سره کوي، له دې وړاندې یې هم تهران، چین او روسیې ته سفرونه کړي وو.

طالب استازي داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ زلمی خلیلزاد هم د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ دغه هیواد ته رسېدلی او د ياد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې کوي.

که څه هم افغان حکومت په ټینګار سره وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي؛ خو داسې بريښي چې زلمی خليلزاد به په پاکستان کې له طالب استازو سره د افغان سولې د مذاکراتو پر بیا پیلیدو خبرې وکړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *