د روسیې، ایران او چین وروسته نن طالب استازي اسلام اباد ته ځي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د روسیې، ایران او چین وروسته نن طالب استازي اسلام اباد ته ځي

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ویلي چې یو شمېر طالب استازي اسلام اباد ته ځي

نوموړی وایي، چې نن چهار شنبه ورځ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړی پلاوی اسلام آباد ته سفر لري

شاهین زیاته کړې، چې دغه پلاوی بهپه دغه سفر کې له پاکستاني مقاماتو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي

د طالب استازو د سولې خبرو د درېدو وروسته دا څلورم رسمي سفر ده چې تر سره کوي یې

‏هغه پلاوی چې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري اسلام اباد ته سفر کوي نوملړ یې دا دی:
”ملافاضل اخند، محمدنبي عمري، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخوا، امیرخان متقي، مطیع الحق خالص، عبدالسلام حنیفي، ضیاء الرحمن مدني، شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم او نبراس الحق عزیز“

رسنیو خبر خپور کړی وو، چې تيره شپه د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خليلزاد هم له واشنګټن څخه اسلام آباد ته رسيدلی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *