تصوّف/مثنوي/جلال الدین بلخي او استعمار!/ لومړۍ برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

تصوّف/مثنوي/جلال الدین بلخي او استعمار!/ لومړۍ برخه

لیکوال: م. حبیب الله (مؤذن)
_____________________________
له مثنوي سره د غربیانو دلچسپي، د هغې ژباړل، چاپول او لوستل هغه څه دي چې دلته یې ډېر خلک په مثنوي او د هغې په فاضل او جلیل القدره ویناوال شکمن کړي. او همدا راز یې له روحانیت او حقیقت نه، ځینو بیګانه کړیو او اشخاصو ته د دې زرین چانس په لاس ورکړی تر څو په صوفیانو خوارانو خپله ګرمه او شنه خوا سړه کړي. دوی له همدې ځایه استدلال کوي: که چېرې رښتیاهم صوفیانه تصور او لارویان یې د اسلام پخیر وای، نو بیا یې ولې د غرب له لوري پدومره پیمانه حوصله افزایي کیږي: چې مثلآ د اروپا په کچه یوازې په ۱۳۸۶ ش. کال کې د مثنوي اووه لکه ټوکه چاپ او بیا له واره نایابه شول. و علی هذا لقیاس هر کال…!

زه غواړم دا موضوع په دوه محاذه تقسیم او بیا یې پکې وشاربم: مثنوي او مولانا: په اروپاکې د دوی دواړو مقبولیت په لاندې دلائلو یو موَجَّه حقیقت دی:
۱_د مثنوي په هغو لوستونکیو _ چې خپله عملآ د روحانیت په لاره ګامزن او لدې ذائقې نه یې د خپل استعداد مطابق څه نا څه څکه کړې وي_ هېڅ پټه نده چې نوموړی کتاب یو داسې عرفاني شهکاره اثر دی چې روحاني تسکین او بېدرېغه مُتَنَفِّذ اثر یې حتی له مذهبي توپیره پرته په هر روح پروره انسان باندې د لمر په څېر ښکاره دی. په غیرمسلمو ټولنو: هند. اروپا. او یونان کې د جوګیانو، روحانیانو او اِشراقیانو په نوم له پخوا راهیسې داسې اشخاص شته چې د موږ تاسې د صوفیانو په څېر یې مُرتاضه او روح پاله زندګي خوښیږي. دوی تل د داسې لارو چارو په لټه کې وي تر څو وکړایشي خپل باطني پُراسراره وجود، د خپل عنصري_مادي بدن له غبار (نفسي خواهشاتو) او تسلط نه آزاد او په امن کې وساتي تر څو پدې توګه د ناشنا روحاني_انفُسي وړتیاوو او عجائبو مظهَر وګرزي. دا بیا بېل بحث دی چې دوی د خپل ریاضت نظام د برحق دین نه ماسواء په باطله توګه عیار کړی او د الهي رضاء او اخروي ژوند پځای یې غرض او نیت صِرف دنیایي دی؛ خو د دې روح صیقله ریاضاتو او اشغالو چې کوم طبعي اثر دی؛ له هغې نه خامخا برخمن کیږي. لدې مخصوصې فرقې پرته، عمومآ د مترقي نړۍ عام وګړي د عیاشۍ او تن پرستۍ بې رحمه طوفان داسې په مخه کړي چې د شهوت رانۍ هېڅ داسې وسیله نده پاتې چې دوی دې د ځان سړولو کار ترې نه وي اخیستی. دا د انسان عادت دی چې د شهوت رانۍ پداسې اوج او عروج کې ډېر ځله د خپل ذاتي_خلقي جوهر او فطري ایمان له برکته د یو ورک سکون په لټه کې کیږي. د سلګونو غربیانو د اسلام راوړلو قیصې د همدې حقیقت ګواه دي چې اکثره یي وایي: د ژوند له هره خونده برخمن وم؛ خو بیا هم تر حد ډېر نارامه وم… بیا راته یو چا د مسلمانانو عبادتځای وښود چې عجیب سکون پکې دی… مسجد ته لاړم، مزه یې راکړه د سکون احساس مې وکړ… بالآخره مې اسلام قبول کړ!! ښایي همدا وجه وي چې هورې دا د فطرت دین په ډېره چټکۍ سره خپریږي.

آمدم برسرِمطلب: نو په روحاني سکون پسې د داسې لالهاندې ټولنې په منځ کې د مثنوي غوندې کتاب چاپول، ژباړل او لوستل بیخي د توجېه وړ کار دی. پاته دې نه وي چې ځینو اسلامي عارفانو مثنوي د همدې اثر له وجې فارسي ژبی قرآن بللی:
مثنویِّ مولويِّ ّ معنوي:
هستُ قرآن در زبانِ پهلوي!
د مثنوي ستر متخصص او شارح اشرفعلي تهانوي صاحب وایي: د ځینو خاص ذوق لرونکیو سالکانو لپاره د مثنوي مطالعه تر ذکر ډېره کار آمد او ګټوره ده!

۲_ که یوازې د دې کتاب چاپول او لوستل د د ه د جرحې دلیل وي؛ نو هسې خو اروپایانو د موږ تاسې د دین نور په لسګونو قیمتي او ضخیم کتابونه هم چاپ کړي، ژباړلي او تکثیر کړي د مشت نمونهء خروار په توګه: د (طبقاتِ ابن سعد) کتاب نوم تاسې ټولو اورېدلی. دا کتاب د صحابه کرامو او پیغمبر علیه السلام په حالاتو لیکل شوی لاځواب او په همدې موضوع باندې د ټولو وروستیو لیکل شویو کتابونو مأخذ دی. په هر حال. دا کتاب یو مخ نایابه شوی و، د نړۍ په یوه مکتبه کې یې هم بشپړه نسخه نه وه. د لومړي ځل لپاره د جرمني د پاچاه د دې کتاب چاپ ته پام شو، په لکونو روپۍ یې له خپله جېبه ور کړې او پروفیسر (ساخو) یې د کتاب د بشپړې نسخې په میندلو وګوماره. نوموړي پروفیسر پخپله، په استانبول، مصر، او اروپا کې له ډېرې ګرزېدا وروسته د دې کتاب ۱۲ سره ټوکونه پیدا او بیا یې ۱۲ اروپایي پروفیسرانو ته د یو یو ټوک د تصحیح کار وسپاره. دا کتاب په همدې توګه له ډېر اهتمام او صحت سره په هالنډ کې چاپ شو!!

۳_ له فارسي ژبې سره د یورپ والو بې کچه دلچسپي هم د دې دلچسپۍ راز افشاء کوي: موږ مسلمانانو ته د قبل الاسلام د وخت، د فارسي ژبې یو کتاب هم معلوم ندی؛ خو اروپانو د همدې وخت د فارسي ژبې دومره ذخیره را ټوله کړې چې له زردشت نه واخله آان د نوشېروان تر زمانې پورې یې د فارسي ژبې پوره تاریخ مرتب کړی!
جرمني پروفیسر ډار مسټیټر، په فرانسوي ژبه یو ضخیم کتاب لیکلی. نوموړي پدې کتاب کې د کیومرث نه واخله بیا د اسلام تر ظهوره پورې، څلور دورونه تثبیت کړي او د هرې دورې د ژبې د نحوې، صرفو، لغاتو او الفاظو او تغیراتو یې مفصله ارزونه کړې. د منوچهري قصیدې په ایران کې ډېرې ناتمامې او غلطې چاپ شوې؛ خو په فرانسه کې بیا پداسې اهتمام او کیف سره چاپ شوې چې د سړي سترګې پرې یخیږي. لدې سره یې په فرانسوۍ ژبه داسې ترجمه هم خپره شوې چې د لغاتو او اصطلاحاتو قاموس یې جلا ورسره لیکلی. لدې نه علاوه اروپایانو د پخوانۍ فارسي اصل کتابونه سره یو ځای کړي او چاپ کړي! نن سبا له مسلمانانو سره د پهلوي ژبې آثار نشته؛ خو دوی بیا د پهلوي ژبې ډېر آثار خپاره کړي د مثال په توګه: ۵۰۰کاله ق.م. د (زریران) په نوم تصنیف.

د یورپ نورو محققو قلموالو په نورو ډېرو ژبو هم همداسې محیِّرُ العقول تصنیفات کړي.
نور بیا..

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *