هلمند: چاپه او بمبار کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

هلمند: چاپه او بمبار کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په چاپه او هوایي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دغه پیښه د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څیرمه په کونجک او شواروز سیمو کې شوې ده

په ورکړل شوو مالوماتو کې راغلي، چې په چاپه او بمبار کې تر ۳۰ کسانو ولسي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ژوبل دي

چارواکي تائیدوي چې بیګاه د هلمند موسا کلا ولسوالۍ کې د بمبارد له امله ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

ملي امنیت په اعلامیه کې وایي، چې په برید کې یې د القاعده پنځه مهم غړي یې وژلي دي

بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبر ورکړی، چې د سیمې له خلکو څخه ورته مالومات ترلاسه شوي، چې دغه بمبار کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نوموړی زیاتوي دا سیمه د مخالفو وسله والو په لاس کې ده او دوی هڅه کوي چې د پېښې د ډول او د ولسي مرګ ژوبلې په هکله مالومات له کشفي ارګانونو ترلاسه کړي

ترلاسه شوي مالوماتو کې راغلي، چې په یاده سیمه کې د امریکايي او افغان عسکرو لخوا د واده په مراسمو چاپه وهلې

له سیمې څخه خبرونه ښیي، چې د چاپې او بمبار په نتیجه کې د واده د مراسمو ۱ ټونس ۲ سراچې او یو ډاډسن موټر، ۶ کورونه بشپړ ویجاړ شوي، لسګونه تنه ملکي خلک چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي په وژل شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *