د طالبانو نهه کسیزه پلاوی چین ته تللی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د طالبانو نهه کسیزه پلاوی چین ته تللی

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر نهه تنه چین هېواد ته رسیدلي دي

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ ، نهه کسيز پلاوی د چين پلازمينې بيجينګ ته رسيدلی دی

قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين خبر ورکړی، چې دغه نهه تنه طالب مشرانو له چيني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي

نوموړی زیاتوي، طالب سیاسیونو په دغه سفر کې د چین چارواکو ته د طالب او امريکايي استازو تر منځ د سولې وروستيو خبرو په اړه بحث او خبرې کړې دي

‏د چین له چارواکو سره په خبرو کې ملا صیب برادر ویلي:
”مونږ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او یوې هر اړخیزی توافقنامې ته ورسیدو. اوس که د امریکې ولسمشر له خپلې خبرې اوړي او خپلې ژمني نه مني، نو په افغانستان کې د هر‌‌‌‌‌‌ډول وراني او وینې توئيدنې مسئولیت به یې په غاړه وي“

کله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ لخوا د سولې خبرې لغوه شوې نو له روسيې او ايران وروسته چين ته دا د طالب استازو درېيم مهم سفر ګڼل کیږي

طالب استازي کوښښ کوي، چې روانه تپل شوې جګړه ودروي او سیاسي حل لاره را وباسي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *