امریکا له افغان دولت څخه یو شمیر منظور شوې مالي مرستې بندې کړي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا له افغان دولت څخه یو شمیر منظور شوې مالي مرستې بندې کړي دي

راپورونو کې راغلي، چې امریکا له افغان دولت سره له یوشمیر منظور شویو مرستو څخه انکار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د پراخ اداري فساد له امله یې هغه سل میلیونه ډالره مرسته چې ټاکل شوې وه افغان دولت ته د بریښنایي پروژو لپاره ورکړل شي بیرته ګرزولي دي

مایک پامپیو په دې اړه ویلي چې افغان دولت د امریکا د مرستو پر ځای لګولو کې پراخ اداري فساد له امله پاتې راغلی ده او امریکا نشي کولای هغه سل میلیونه ډالري مرسته افغان دولت ته ورکړي کومه چې د بریښنایي پروژو لپاره ورته ځانګړې شوې وه

همدا راز ویل کیږی چې امریکا د شپیته میلیونو ډالرو یوه بله مرسته هم چې افغان دولت سره د کومک لپاره ځانګړې شوې وه په افغان اداره کې د عدم شفافیت له امله بیرته ګرزولې ده

امریکا دامرستې په داسې مهال له افغان دولت څخه ګرزولي چې یو طرف امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړي او بل طرف ته وسلوالو طالبانو په افغان سرتیرو او بهرنیو ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *