ننګرهار: دخوګیاڼیو تورې بورې په غره کې بمبار تر۷۰ تنو ډیر ملکیان وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار: دخوګیاڼیو تورې بورې په غره کې بمبار تر۷۰ تنو ډیر ملکیان وژلي

د ننګرهار ولایت څخه تازه راپورونه وایي چې بیګا شپه د خوګیاڼو د وزیرو په سیمه کې د ګډو ځواکونو طیارو هغه ملکیان بمبار کړي چې په غره کې د جڼغوزیو په ټولولو بوخت وو

د سیمې خلک وایي په دغه بمبار کې چې د امریکایي ډرون الوتکو له لوري ترسره شوی تر ۳۰ تنو پورې غریبکار ملکي خلک پکې وژل شوي ۴۵ تنه نور ټپیان دي او په سیمه کې یې ناورین رامنځ ته کړی ده

د ننکرهار دولتي چارواکي هم د برید تائید کوي خو د تلفاتو په اړه نا خبري ښیي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *