د زابل په موټر بم برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۹۳ ټپیان دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د زابل په موټر بم برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۹۳ ټپیان دي

نن سهار وختي د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د ملي امنیت په ریاست د موټر بم حمله وشوه چې زیاته مرګ ژوبله یې اړولې ده

د زابل ولایت چارواکي وایي چې په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او د ملي امنیت د درې تنو منسوبینو په شمول ۹۳ تنه ملکیان ټپیان دي

دغه برید د قلات ښار کې د ملي امنیت په ریاست ترسره شوی خو د چارواکو په وینا د چاودنې ځای ته نیږدې د ولایت روغتون هم موقعیت لري چې ډاکټرانو او مریضانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

ددغه برید مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی ده

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د زابل مرکز قلات کې یې د ملي امنیت په ریاست نن سهار وختي غټ موټر بم برید کړی چې له امله یې د ملي امنیت د ریاست اکثره ودانۍ نړیدلې او په لسګونو عسکر پکې وژل شوي او ټپیان دي

د پېښې د ځای عکسونه هم ښیي چې د ملي امنیت ودانۍ ته زیات زیان رسیدلی خو د یاد ولایت چارواکي وایي چې د ملي امنیت سرتیرو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده رسیدلي او ټول وژل شوي او ټپیان ملکي خلک دي

طالبانو په داسې مهال سرتیرو بریدونو ته زور ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ له طالبانو غوښتي چې بریدونه دې کم کړي کنه د سولې خبرې به ورسره بیا پیل نکړي خو طالبانو د ټرمپ ګواښونو ته کومه توجه نه ده کړې او خپل بریدونه یې روان ساتلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *