ننګرهار د بریښنایي تذکرو په مرکز کې لاهم جګړه روانه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ننګرهار د بریښنایي تذکرو په مرکز کې لاهم جګړه روانه ده

په ننګرهار کې نن ماسپښین څه باندې یوه بجه د بریښنایي تذکرو په مرکز کې لومړی یوه چاودنه وشوه چې د چارواکو په وینا سرتیری برید وو

وروسته یو شمیر سرتیري بریدګر یاد مرکز ته ننوتل او له افغان سرتیرو سره یې جګړه پیل کړه

تازه د کورنیو چارو وزارت ویلي چې جګړه لاهم روانه ده
بل لور ته د ننګرهار د ولایت مقام وایی چې افغان ځواکونو د یاد مرکز لومړی پوړ تصفیه کړی او علمیات دوام لري

تر اوسه د دغه برید د مرګ ژوبلې کره شمیر نه ده معلوم شوی او نه هم د بریدګرو د شمیر په اړه څه ویل شوي دي

ددې برید مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *