جلال اباد: د الیکترونیکي تذکرو په مرکز کې دننه چاودنه شوې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

جلال اباد: د الیکترونیکي تذکرو په مرکز کې دننه چاودنه شوې ده

د جلال اباد څخه تازه راپورونه وایی چې نن غرمه د بریښنایي تذکرو په مرکز کې چاودنه شوې ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوګیاڼی وایي چې چاودنه یو سرتیری برید وو او ورسته یو شمیر بریدګر هم د چاودنې ځای ته داخل شوي او دامهال له پولیسو سره په نښته بوخت دي

تر اوسه د چاودنې له امله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه هم د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې منلی ده

خو تر دې وړاندې په دغه ولایت کې په ملکي ځایونو باندې داعش وسلوالو خونړۍ حملې کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *