کابل: ریشخور کې د کمانډو په مرکز موټر بم برید ترسره شوی دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کابل: ریشخور کې د کمانډو په مرکز موټر بم برید ترسره شوی دی

نن غرمه د کابل ولایت د ریشخور په سیمه کې د کمانډو ځواکونو په قرارګاه موټربم برید تر سره شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې یاد برید د قرارګا په نظام قراول باندې شوی خو د تلفاتو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي

ددې برید مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی ده

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوی خبر کې ویلی چې برید د ملا احمد وردګ په نوم ددوی یو ملګري کړی چې له ډیره وخته راهیسې له کمانډو ځواکونو سره د عسکر په صفت اوسیده

مجاهد زیاته کړې چې برید یې د قرارګا په منځ کې په هغو کمانډو سرتیرو تر سره کړی چې د عملیاتو لپار د حرکت په حال کې وو او موټرو ته یې انتظار کاوو

مجاهد ویلي چې ددوی ملګری یاد برید په داسې مهال ترسره کړی چې په موټ بم کې هم یو شمیر کمانډو سرتیری ورسره ناست وو

طالبانو ادعا کړې چې په یاد برید سره یې د قرارګاه زیاتره برخه ویجاړه کړې ده او تر دوه سوه پورې کمانډویانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

خو افغان دولت د طالبانو ددې ادعا په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *