د تخار خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د افغان ځواکونو له لاسه وتلې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د تخار خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د افغان ځواکونو له لاسه وتلې ده

د تخار ولایت ځایي چارواکي وایی طالبانو تیره شپه د بهاؤالدین ولسوالۍ نیولې ده

د تخار ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړو هم رسنیو ته منلې چې تیره شپه وسلوالو طالبانو په خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ سختې حملې کړي او له شدیدې جګړې وروسته یې یاده ولسوالۍ کنترول تر لاسه کړی ده

د تخار د ولایت مقام هم په یاده ولسوالۍ کې بیګا شپه د سختې جګړې خبر ورکوي خو دا نه مني چې ولسوالي طالبانو نیولې ده

بل لور ته وسلوالو طالبانو په یوه خبر کې ویلي چې تیره شپه یې د سختې جګړې په ترڅ کې د خواجه بهاؤالدین ولسولۍ نیولې او ګڼ شمیر افغان سرتیري یې په کې وژلي دي

دا په تیره یوه اونۍ کې په تخار ولایت کې څلورمه ولسوالي ده چې طالبان یې نیسي

طالبانو داسې مهال په تخار ولایت کې حملو ته زور ورکړی چې تر دې وړاندې یې د کندوز، بغلان، فراه په ولایتونو هم حملې تر سره کړي دي او د پلخمري ښار له تیرو لسو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره ده او شاخوا ټولې لارې یې پرې تړلي دې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *