کابل: ګمرک ساحه کې پر خارجي عسکرو موټر بم برید شوی او ډزې پرې روانې دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کابل: ګمرک ساحه کې پر خارجي عسکرو موټر بم برید شوی او ډزې پرې روانې دي

وسله والو طالبانو په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو برید ترسره کړی دی

ویل کېږي، چي په بهرنیانو موټر بم برید د کابل ښار د نهمي حوزې د ګمرک په ساحه کي د ګرین ولج په کمپ کې وشو

د موټربم برید وروسته بریدګر دغه ګیمپ ته ننوتلي او په زور او شدت سره جګړه کوي

سیمه کلا بنده ده او خبریالان یا هم افغان سرتېري نه ور پرېښودل کیږي

د برید پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر همدا شیبه لیکي:
”همدا اوس فدایی مجاهد له ‎#گرین_ویلیج څخه معلومات راکوي چې الحمدلله ټول ژوندي او له دښمن سره په سخته جګړه بوخت دي.
په ګرین ویلیج کې دننه اطاق په اطاق ګرځي، بهرنیان له ځالو راباسې او وژنې یا له کړکیو څخه لاسي بمونه ور غورځوي.دښمن هره شیبه د تلفاتو له ډيرښت سره مخ دی“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *