د امریکا تکساس ایالت کې برید ګر د یو پولیس په شمول ۵ تنه وژلي او ۱۶ یې ټپیان کړي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا تکساس ایالت کې برید ګر د یو پولیس په شمول ۵ تنه وژلي او ۱۶ یې ټپیان کړي دي

د امریکا په تکساس ایالت کې یوتن سپین پوستي بریدګر له روان موټر څخه په خلکو ډزې کړي او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده چې ۵ تنه یې وژلي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي

د تکساس پولیسو ویلي چې بریدګر سپین پوستی وو او د غالبا د ۳۵ کلونو شاوخوا عمر یې درلود

تر اوسه د بریدګر د نیولو په اړه چارواکو څه نه دي ویلي خو پولیس وایي چې پیښه یې تر څیړنې لاندې ده او دا هم نه ده معلومه چې د بریدګر د برید انګازه څه وه

د تکساس ایالت په دغه خونړي پیښه باندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم سخت غبرګون ښودلی او چارواکو ته یې د پېښې د جدي څیړلو امر کړی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *