له کندوز وروسته طالبانو د بغلان په مرکز پلخمري حمله کړې او ښار ته داخل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

له کندوز وروسته طالبانو د بغلان په مرکز پلخمري حمله کړې او ښار ته داخل شوي

وسلوالو طالبانو بیګا شپه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار له څلورو طرفونو حمله کړې ده او دمګړۍ وسلوال طالبان د پلخمري ښار ته داخل شوي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې ددوی ملګري د پلخمري ښار ته له سختې جګړې وروسته داخل شوي او د ولایت مقام یې محاصره کړی ده

بل لور ته د طالبانو په برید کې قومندان معلم رؤف اندرابي هم د بند دو په سیمه په جګړه کې وژل شوی ده

کورنیو چارو وزارت هم په پلخمري د طالبانو د برید پخلی کړی خو په اړه یې تر دې دمه زیات جزئیات نه دي ورکړي

طالبانو په داسې مهال د پلخمري په مرکز برید پیل کړی چې تیره ورځ یې د شمالي ولایتونو په یو بل ستراتیژیک ولایت کندوز هم حمله کړې او طالبان د ښار څنډو ته داخل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *