نهم پړاو مذاکرات بې له نهایي پرېکړې تمامي شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

نهم پړاو مذاکرات بې له نهایي پرېکړې تمامي شوې

د امریکایي چارواکو او طالب استازو تر منځ نهم پړاو خبرې ختمې شوې دي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین لیکلي:
” ‏د مذاکراتو اوسنۍ دور مو د شپې ناوخته په کامیابي سره پای ته ورساو، البته پدې توافق وشو چې نن دورځې دوه بجې د امریکایي ټيم سره ځینې تخنیکي خبرې هم مکمل کړو.خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم چې داشغال دخاتمې او د افغانستان د مسئلې دسوله ایز حل په درشل کې یو”

بل خوا د امریکا استازی زلمي خلیل زاد کابل ته د راتګ اراده کړې ده

خلیل زاد پر خپل ټویټر لیکلي:
”‏موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم. ‏موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *