د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي خبریالانو ته د کندوز د تازه جګړو په اړه مالومات ورکول، چې د یو خبریال له پوښتنې سره احساساتي شو او خبریال ته یې سپکې سپورې وویلې
خبریال د دفاع وزارت له ویاند څخه پوښتنه کوي چې ولې مرکزي حکومت د امنیتي پیښو په کنترول کې ناکام شوی او تر څو چې یوه سیمه مکمل سقوط نشي، دفاع وزارت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي
خبریال زیاتوي، چې د اسدالله خالد د هغو خبرو او ګواښونو نتیجه څه شوه چې ویل یې چې د تروریستانو غاښونه او ژامې ماتوم
د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ددفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی بې ځوابه کیږي او خبریال ته سپکې سپورې وایی چې وروسته د خبریال او دفاع وزارت ویاند ترمنځ خبره لفظي شخړې ته رسیږي
ویډیو دلته کتلای شئ!
کریم بریال
څرگندون