سکاټ میلر، اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر د جګړې د مهارولو لپاره کندوز ته تللي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

سکاټ میلر، اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر د جګړې د مهارولو لپاره کندوز ته تللي

د اریانا نیوز د راپور پر اساس د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر، د دفاع وزیر اسدالله خالد، او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د کندوز د جګړې د مهارولو لپاره کندز ولایت ته رسیدلي دي

دغه چارواکو داسې مهال کندز ته سفر کړی چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د کندز ولایت په ښار له څلورو خواوو سخت بریدونه پیل کړي دي

افغان دولت د طالبانو د شا تمبولو خبر ورکوي خو ذبیح الله مجاهد بیا د ګڼ شمیر پرمختګونو د خبر ترڅنګ ادعا کوي چې ګڼ شمیر سرتیري له اسلحو او تجهیزاتو سره ورته تسلیم شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *