طالبانو کندز کې د زرخرید او سه صد فامیلیو سیمه مرکزي روغتون او ګڼې نورې سیمې نیولي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو کندز کې د زرخرید او سه صد فامیلیو سیمه مرکزي روغتون او ګڼې نورې سیمې نیولي دي

وسلوال طالبان وایي چې د کندز ښار په څلور طرفه برید کې ددوی ځواکونو د کندز ښار ګڼې سیمې او امنیتي پوستې نیولي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندز ښار سه صد فامیلي سیمه یې نیولې او ددوی ملګری د سپین زر چمن سیمې ته رسیدلي او د پرمختګ په حال کې دی

د مجاهد په وینا چې د زر خرید له طرفه هم ددوی ملګرو د زر خرید او شاوخوا سیمې نیولي او ملګري یې دریمې حوزې ته رسیدلي دی او د ګل تیپې ولسوالۍ د مرکز په نامه مرکز محاصره شوی او دوی افغان سرتیرو ته د تسلیمي خبر ورکړی

د مجاهد په خبره چې ددوی ملګري د کندز ښار د مال منډی، او برنج بازار ته رسیدلي او دلارې په اوږدو کې یې د خیرک د غونډی پوسته، د زرخرید د ماموریت ځنځیر، د ضابط نورالله پوسته، د قومندان شریف پوسته، د هدیرې پوسته، او د زخمدان زاخیل پوستې نیولي دي

د سیمې خلک وایي چې طالبانو له جګړې سره سم د سلام مخابراتي شبکې په شمول ټولې تلفوني شبکې بندې کړي او په سیمه کې هر رنګ رابطې قطعه دي

افغان دولت بیا د طالبانو د جنګیالیو د په شا تمبولو خبره کوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي او ګڼ شمیر طالبان یې وژلي

خو ذبیح الله مجاهد بیا د دولت د ادعاو په اړه ویلي چې د دولت ادعا کوم حقیقت نلري او طالبان پر مخ روان دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *