طالبانو یو ځل بیا د کندوز په ښار له څلورو خواوو سختې حملې پیل کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو یو ځل بیا د کندوز په ښار له څلورو خواوو سختې حملې پیل کړي

د کندوز ولایت څخه تازه راپورونه وایی چې بیګا شپه وسلوالو طالبانو د کندوز په ښار له څلورو طرفونو سخته جګړه پیل کړې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی نن د کندوز په ښار له څلورو طرفونو حمله کړې ده او د ښار څلور واړو څنډو خان اباد بندر، امام صاحب بندر، ،زاخیلو، کابل بندر، زرخرید سیمه او سه درک سیمې ددوی تر کنترول لاندې راغلي دي

مجاهد همداراز ویلي چې په دغه پراخ برید کې یې یو غټ بیس او ګڼ شمیر امنیتي پوستې نیولي دي

د مجاهد په وینا د کابل بندر سره خوا کې د خاک کني سیمه یې هم نیولې او عمومي سرک ددوی تر کنترول لاندې راغلی ده

د مجاهد په وینا د ګڼ شمیر امنیتي سرتیرو د وژل کیدو ترڅنګ یې د دریمې حوزې آمر هم ټپي کړی ده

دا دریم ځل ده چې طالبان د کندوز په ولایت حمله کوي تر دې وړاندې هم طالبانو دوه ځله کندوز ولایت نیولی وو

باید وویل شي، چې تر اوسه په دې اړه افغان حګومت له ذسنیو سره څه نه دي شریک کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *