‏بګرام: په توغنديز برید کې امریکایي عسکرو ته تلفات اوښتي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

‏بګرام: په توغنديز برید کې امریکایي عسکرو ته تلفات اوښتي

د امریکایي سرتېرو په افغانستان کې په مهم او لوی مرکز چې د بګرام هوایي اډه ده، نن جمعه ورځ ماسپښین توغندیز برید شوی ده

د وسله والو طالبانو ویاند د برید پړه پر خپله ذمه اخیستې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د دوی له لوري نن جمعه ورځ ماسپښین د بګرام په هوایي اډه توغندیز برید تر سره شوی ده

بګرام هوایي اډه په هیواد کې د امریکایي عسکرو تر ټولو لوی مرکز دی

مجاهد لیکي، چې د دوی دغه توغندیز برید امریکایي سرتېرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *